CRI Online

چين او امريکا بايد له نوي کورونا ويروس سره د مبارزې لپاره لاس يو کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-27 20:59:36

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۷مه نېټه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بلنه ورسره تلېفوني خبرې وکړې. دا په يوه ورځ کې دوهم ځل و چې د چين او امريکا مشرانو د نوي کورونا ويروس ناروغۍ پر چارو بحث وکړ. له دې نه مخکې د بېجينګ پر وخت د مارچ د ۲۶مې نېټې په شپه د شلو هېوادونو ډلې مشرانو لومړۍ ځانګړې ويډيويي غونډه تر سره شوه چې د چين او امريکا مشرانو هم پکې ګډون درلود.

د يادو دواړو مشرانو ترمنځ د تلېفوني خبرو پس منظر داسې ښودل شو. لومړی: اوس په امريکا کې د دغې ناروغۍ حالت بېړنی دی. د امريکا د جانس هوپکينس(Johns Hopkins) پوهنتون د شمېرنې له مخې، د مارچ په ۲۶ مه نېټه د دغه هېواد د ختيځې برخې پر وخت د ۲۶مې نېټې د ماښام تر ۵ بجو او ۳۷ دقيقو پورې په دغه هېواد کې پر نوي کرونا ويروس د اخته شويو کسانو شمېر ۸۲۴۰۴ ته رسېدلی چې په نړۍ کې تر ټولو زيات دی او د ناروغانو شمېر يې په نړۍ کې تر ټولو زيات دی، نو د دغه هېواد لپاره د دغې ناروغۍ کنترول ډېر بېړنی کار دی. دوهم: ځيني امريکايي سياستوال دغه ناروغي له سياسي چارو سره تړي او چين يې بدناموي، دغه کړه وړه د دغه ويروس پر وړاندې د چين امريکا ترمنځ همکارۍ زيانمنوي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو او د ناروغۍ د وقايې او کنترول پر نړيوالو چارو يې سخت بد اغيز کړی دی.

د يادو دواړو زمينو له لحاظه د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ دغه تلېفوني خبرې مهم ارزښت لري او د شلو هېوادونو ډلې د ځانګړې سرمشريزې غونډې غوښتنې ته ځواب هم دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای