CRI Online

په امريکا کې د ناول کرونا ويروس پر ناروغۍ د اخته کسانو عمومي شمېر له يو لک تنو څخه زيات شوی

cri     (GMT+08:00) 2020-03-28 14:58:59

د امريکا د جانس هوپکينس(Johns Hopkins) پوهنتون د مارچ په ۲۷ مه نېټه د يو لړ شمېرو په خپرولو سره څرګنده کړه چې د امريکا د ختيځې برخې پر وخت د ۲۶مې نېټې د ماښام تر ۶ بجو پورې په دغه هېواد کې پر ناول کرونا ويروس د اخته شويو کسانو شمېر ۱۰۰۷۱۷ ته رسېدلی، د مړ شويو کسانو شمېر ۱۵۴۴و او په يوه ورځ کې د زيات شويو کسانو شمېر ۲۰ زرو ته رسېدلی دی.

د يادو شمېرو له مخې، نيويارک ايالت تر ټولو ډېر اخته شوي کسان لري چې ۴۴۶۳۵ ته رسېدلی او د مړ شويو کسانو شمېر ۵۱۹ دی.

پر ځايي وخت د مارچ په ماښام د امريکا د سپينې ماڼۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ يادښت لاسليک کړ او پکې يې اعلان وکړ چې د امريکا د روغتيا او عامو خدمتونو وزير به د ملي دفاع توليدي قانون د اړوندو حقونو سره سم د جنرال موټر شرکت څخه د تنفس ماشينونو جوړولو غوښتنه وکړي.

د مالوماتو له مخې، تر دې مخکې د امريکا حکومت او د جنرال موټر شرکت تر منځ سلامشورې په سالمه توګه پرمختګ نه وکړی.

پر ځايي وخت د روانې مياشتې د ۲۷ مې نېټې په ماښام کې ډونالډ ټرمپ په رسمي ډول د اقتصادي پياوړتيا لپاره دوه زره مليارډ امريکايي ډالرو قانون لاسليک کړی دي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای