د روغتيا نړيوال سازمان د مارچ په ۲۷مه نېټه د ناول کرونا ويروس ساري ناروغۍ په هکله تازه راپور خپور کړ چې د روانې مياشتې تر ۲۷مې نيټې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس پر ساري ناروغۍ د اخته کسانو عمومي شمېر ۵لکه ۹۱۶۴ تنو ته رسيدلی چې د دغې ناروغۍ له امله ۲۳۳۳۵ تنه مړه شوي. په يوه ورځ کې په اروپايي هېوادونو کې د زياتو شويو ناروغانو شمېر ۳۶۴۱۴ تنو او پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو عمومي شمېر ۲۸۶۶۹۷ تنو ته رسيدلی چې ۱۶۱۰۵ تنه له دې امله مړه شوي. اوس دغه ساري ناروغۍ په ۲۰۱ هېوادونو او سيمو کې رامنځته شوې ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |