CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت د امريکا د دريو چاپي خبري رسنيو د پرانيستي پيغام په هکله جدي احتجاج څرګند کړ

cri     (GMT+08:00) 2020-03-28 17:01:53

د چين د بهرنيو چارو وزارت د مطبوعاتي چارو ادارې مسئول د مارچ په ۲۷مه نېټه په بېجينګ کې د امريکا د نيويارک ټايمز ورځپاڼې، د والسټريټ ژورنال او د واشتنګټن پوست ورځپاڼې د فرعي څانګو له چارواکو سره خبرې وکړې چې څه موده مخکې چيني حکومت ته د دغو دريو چاپې خبري رسنيو لخوا د ليږل شوي پرانيستي پيغام په هکله يې ورته جدي احتجاج څرګند کړ.

چين څرګنده کړه چې دغه پيغام په څرګنده توګه ناسمې خوا ته ورکول شوی چې اړوند محتويات يې تور ته سپين او سپين ته تور ويلي دي. چين په دې اړه ټينګ مخالفت کوي او هيڅکله به يې ونه مني. امريکا په اوږده موده کې په دغه هېواد کې پر چيني خبري رسنيو بې بنسټه فشارونه اچولي چې د چين تدبير ورته يو اړين او معقول ځواب دی.

په نوموړي پيغام کې د چين دغه تدبير او په چين کې د ساري ناروغۍ په هکله له خبرتاژونو سره اړيکې جوړې شوې چې له مخې يې د دغو امريکايي خبريالانو په خبرونو کې، په چين کې د ساري ناروغۍ په هکله مالومات شتون نه لري. خو په واقعي توګه د امريکا ځينو خبريالانو په چين کې د ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول په چارو کې د حکومت او خلکو د هلو ځلو په هکله په سمه او غني توګه خبرتاژونه وړاندې کړي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای