CRI Online

په امريکا کې د ناول کرونا ويروس مثبتې پيښې ډېرې زياتې شوې او ځيني بد نيت لرونکي سياستوال بايد ويښ شي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-28 17:05:51

په امريکا کې د ناول کرونا ويروس مثبتې پيښې په ټوله نړۍ کې تر ټولو زياتې دي او هره ورځ د تشخيص شويو ناروغانو شمېر تر لوړې اندازې پورې زياتيږي. خو په واشنګتن کې ځيني بد نيت لرونکي سياستوال د ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول په چارو کې کار نه کوي، خو پر چين د تور لګولو اوورته د ضربې رسولو په چارو بوخت دي. د دوی خبرې او کړنې د ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول په چارو کې د نړيوالو همکاريو له غوښتنو څخه سرغړونه ده، ځان او نورو ټولونو ته زيانمنې دي.

دوی بايد ويښ شي او ژر تر ژره نامساعد سياسي عملونه پای ته ورسوي. د سړې جګړې ايډيالوژۍ او دښمنۍ نظريې د ساري ناروغۍ د مخنيوي لپاره له امريکا سره مرسته نه شي کولی. يوازې په څو اړخيز چوکاټ کې نړيوالې همکارۍ پياوړتيا د امريکايي خلکو د روغتيا ساتنې لپاره سمه لاره ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای