CRI Online

د ناول کرونا ويروس ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول په کيليدی وخت کې امريکا د چين د تايوان په هکله تش په نوم قانوني سند لاسليک کړ چې د ځان او د نورو لپاره زيانمن دی

cri     (GMT+08:00) 2020-03-28 17:26:22

پر ځايی وخت د مارچ په ۲۶مه نېټه د امريکا ولسمشر د تش په نامه د ۲۰۱۹ کال د تای بۍ قانوني مسوده لاسليک کړه او په دې توګه يې پرانيستي ډول د نورو هېوادونو او چين تر منځ د سياسي اړيکو په چارو کې لاسوهنه وکړه، په تايوان کې يې د ځينو سره مرسته کړې چې د دغه ځای د تش په نامه نړيواله فضا پراخه کړي. د امريکا دغه عمل په زور سره د چين په کورنيو چارو کې مداخله کول دي. په ټوله نړۍ کې د ساري ناروغۍ په وړاندې د مبارزو په دې کيليدي وخت کې امريکا دغه سياسي لوبه کوې ايا د خلکو ژوند ته په اهميت نه ورکولو سره د ساري ناروغۍ د مخنيوي دويم فرصت هم له لاسه کول غواړي.

د تايوان په اړه د تش په نامه قانوني مسوده د يو چين د پيژندلو د اصول او د چين او امريکا د دريو ګډو اعلاميو له مقرراتو څخه سرغړونه ده او د نړيوال قانون او د نړيوالو اړيکو له بنسټيزو اصولو سره سمون نه لري چې د تايوان د بېلتون غوښتونکو ځواکونو ته يې ناسمې نښې خپرې کړې او د ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول په همکاريو کې يې سخت خنډونه جوړ کړي دي.

په واقعي توګه د دغې مسودې د لاسليکولو په همدې ورځ کې د شلو هېوادونو ډلې مشرانو د ويډيويي خبرو له لارې د ناول کرونا ويروس ساري ناروغۍ د مخنيوي په اړه ځانګړې سرمشريزه غونډه تر سره کړه. دوی څرګنده کړه چې اوس تر ټولو بيړنۍ دنده د ساري ناروغۍ سره مبارزه کول او د دغې ناروغۍ له امله پر روغتيا، ټولنې او اقتصاد د پيچيلو منفي اغيزو کمول دي چې د نړيوالو همکاريو او اتحاد ته پکې اړتيا شته.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای