CRI Online

د طبي پوهنې په اړه د لانسيت په نامه په نړيواله کچه معتبره مجله کې د چيني تجربو د اخيستلو او د نړيوالې همکارۍ پر اهميت ټينګار شوی

cri     (GMT+08:00) 2020-03-28 17:29:12

د طبي پوهنې په اړه د لانسيت په نامه په نړيواله کچه معتبره مجله کې د مارچ په ۲۷مه نېټه د ناول کرونا ويروس د وقايې او کنټرول په چارو کې د تجربو د اخيستلو تر سرليک لاندې يوه تبصره خپره شوه. په دغه تبصره کې له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه شوي چې د ناول کرونا ويروس د ساري ناروغۍ په وړاندې بايد اغيزمن او چټک کارونه تر سره کړي او د چيني تجربو د اخيستلو او د نړيوالې همکارۍ پر اهميت ټينګار شوی دی.

په تبصره کې ليکل شوي چې په تېرو دوو اونيو کې د ناول کرونا ويروس ساري ناروغۍ په لا زياتو هېوادونو کې خپره شوه. د مارچ په ۱۳مه نېټه د روغتيا نړيوال سازمان اعلان وکړ چې اروپا د دغې لويې ساري ناروغۍ د خپرېدو مرکز ګرځيدلی دی. په اروپا او امريکا کې پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر په پرله پسي ډول زياتېږي. په وو هان ښار کې د قرنطين کېدو تدبير له دوو مياشتو لپاره لکه ډېر جدی و، خو اوس دغه تدبير په هر هېواد کې عملي کيږي. خو زياترو هېوادونو د روغتيا نړيوال سازمان څرګند وړانديزونه نه دي مراعات کړي، خو ګډوډ تدبيرونه يې اجرا کړي دي.

په دغه تبصره کې بريتانيا، امريکا او سويدن د ساري ناروغۍ د رامنځته کېدلو په پيل کې ورو غبرګونونه ښودلي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای