CRI Online

د امريکا خبري رسنۍ وايي د ډونالډ ټرمپ دولت مخکې په طبي چارو کې له مالي لګښتونو څخه لږ تر لږه ۱۵ مليارډ امريکايي ډالره کم کړې

cri     (GMT+08:00) 2020-03-29 16:05:32

پر ځايي وخت د مارچ تر ۲۸مې نيټې پورې په امريکا کې د ناول کرونا ويروس پر ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۲۱۱۱۷ تنو ته رسيدلی و چې ۲۰۱۰ تنه له دې امله مړه شوي دي او هره ورځ د دغې ناروغۍ د نويو پېښو په شمېر کې زياتوالي راځي چې تېره ورځ د نويو اخته شويو شمېر له ۲۰ زرو څخه هم زيات و. د امريکا د جانس هوپکينس پوهنتون د ساري ناروغۍ د څارنې سيستم د شميرنې له مخې په امريکا کې په مسلسلو پنځو ورځو کې د دغې ناروغۍ د نويو پيښو شمېر هره ورځ له لس زرو څخه هم زيات شوی دی.

ولی په امريکا کې د دغې ناروغۍ د تشخيص شويو کسانو شمېر په چټکۍ سره زياتيږي، داسې خبرونه هم شته چې لا مل يې د ويروس چټکې خپريدا او د څارنې توان د نه پياوړتيا سره تړلی دی. خو د امريکا خبري رسنيو په دې وروستيو ورځو لانديني څو نور لاملونه هم افشا کړي دي.

لومړی، په امريکا کې د ساري ناروغۍ د وقايې لپاره لارښوونکی سيستم مخکې لغوه شوی. د امريکا د امنيتي چارو کميټې په مشرۍ د نړيوالې روغتيا د امنيت او د بيولوژيکي دفاع د پخواني دفتر لوړ پوړې چارواکې بيس کاميرون د مارچ په ۱۳مه نېټه په واشنګټن پوست کې د يوې ليکنې په خپرولو سره وويل، د ۲۰۱۸ کال په مې مياشت کې ټرمپ دغه دفتر منحل کړ او په سپينې ماڼۍ کې د ساري ناروغۍ په وړاندې چارو کې اړونده چارواکې او د امنيتي چارو کميټې غړې تيموسي زيمير يې سمدستي له دندې ګوښه کړه. همدا لاملونه دي چې اوس په امريکا کې د ساري ناروغۍ په وړاندې چمتوالی کافي نه دی.

دويم، په زياتو روغتيايي څانګو کې مالي لګښتونه د دولت لخوا کم شوی. د امريکا د ديپلوماتيکو تګلارو د ويبسايټ د خبر له مخې، د امريکا په روغتيايي سيستم کې مالي لګښت په ۲۰۱۸ کال کې کم شوی چې په دې برخه کې د حکومت لخوا ۱۵ مليارډ امريکايي ډالره کم شوي دي.

درېيم، د امريکا د سي ان ان تلويزيون د خبر له مخې ډونالډ ټرمپ په امريکا کې د طبي توکو او موادو د کمولو او د ساري ناروغۍ د مخنيوي لپاره د منفي تدبيرونو په اړه مستقيم مسئوليت لري. د ساري ناروغۍ د رامنځته کېدلو په وخت کې ټرمپ اغيز کارونه پر وخت تر سره نه کړل. کله چې د عامې روغتيا پوهانو وايي چې د ساري ناروغۍ ګواښونه به اوږد وخت دوام ولري، خو هغه لا هم وايي بايد ژر تر ژره دې د امريکا اقتصاد بيا سمسوره شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای