CRI Online

د سي جي ټي ان لخوا د ساري ناروغۍ د درملنې په اړه د نړيوالو انلاين کنفرانسونو درېيمه انلاين غونډه به له څو ساعتو وروسته تر سره شي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-29 17:03:15

د ناول کرونا ويروس ساري ناروغۍ په څه دپاسه دوه سوو هېوادونو او سيمو کې د خپرېدو په حال کې ده. د بېجينګ پر وخت د مارچ تر ۲۹مې نيټې پورې په ټوله نړۍ کې پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو عمومي شمېر له ۵لکه ۷۰زرو څخه زيات و. په همدې وخت کې دغه ساري ناروغۍ په چين کې تر کنټرول لاندې راغلې ده او لا زيات هېوادونه هيله لري چې په چين کې د ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول له تجربو څخه ګټه واخلي.

د چين د سي جي ټي ان لخوا د ساري ناروغۍ د درملنې په اړه د نړيوالو انلاين کنفرانسونو په هکله ځانګړی پروګرام جوړ شوی چې په وو هان ښار کې د دغې ناروغۍ د درملنې په لومړۍ کرښه کې د ډاکټرانو او د نړيوالو ډاکټرانو تر منځ د ويډيويي خبرو لپاره يو فرصت برابرېږي. د بېجينګ پر وخت د مارچ د ۲۹مې نيټې په ماښام به د چيني دوديز طب په اړه شپږ متخصصان به د افغانستان، ايران، پاکستان، امريکا او لبنان په شمول د طب له متخصصانو سره ويډيويي خبرو وکړي او په مشخصه توګه د دغې ناروغۍ د درملنې په ترڅ کې د چيني دوديز طب د رول، تشخيص او لارو چارو په هکله مالومات وړاندې کړي.

په چين کې د ناول کرونا ويروس پر ناروغۍ په اخته شوو کسانو کې ۹۱اعشاريه پنځه تنه د چيني دوديز طب تر درملنې لاندې راغلي دي. د چيني دوديز طب او د چيني او لوديځي طبي لارو د ګډولو لارې په چين کې د دغې ناروغۍ د درملنې په ترڅ کې يوه بريالې نښه ګرځيدلې ده.

(انځور: چيني دوديز درمل په چين کې د ناول کرونا ويروس ناروغۍ د درملنې په کارونو کې استفاده شوی دی)

(انځور: څو ورځې مخکې د کاناډا او کينيا ډاکټرانو په دغه ځانګړی پروګرام کې ګډون کړی و)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای