د امريکا د جانس هوپکينس پوهنتون د يو لړ شمېرو په خپرولو سره څرګنده کړه چې د امريکا د ختيځې برخې پر وخت د مارچ د ۲۸ مې نېټې د ماښام تر ۶بجو پورې په دغه هېواد کې پر ناول کرونا ويروس د اخته شويو کسانو شمېر ۱۲۱۱۱۷ ته رسېدلی او د مړه شويو کسانو شمېر ۲۰۱۰ و.
پر ځايي وخت د روانې مياشتې په ۲۸ مه نېټه، د امريکا د نيويارک ايالت مشر انډرو کومو وويلې تر اوسه پورې په دغه ايالت کې پر دغې ناروغۍ د اخته شويو کسانو شمېر ۵۲۳۱۸ ته رسېدلی او د مړه شويو کسانو شمېر ۷۲۸ دی.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې مياشتې په ۲۸ مه نېټه اعلان وکړ چې د نيويارک ايالت په شمول ۱۵ ايالتونه د سخت ناورين حالت ته ننوتلي دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |