CRI Online

په چين کې د ناول کرونا ويروس ناروغۍ د درملنې لپاره د هر ناروغ په سر لګښت ۱۷زره يوانه دي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-29 20:36:46

په دې وروستيو ورځو کې د چين د طبي ضمانت ادارې د ناول کرونا ويروس پر ناروغۍ د اخته کسانو د درملنې لپاره د اړوندو لګښتونو او طبي ضمانت په هکله مالومات خپاره کړل. د دغې ادارې د طبي خدمتونو د اداره کولو رياست مشر شيونګ شيان جون وويل چې د دغو ناروغانو لپاره د هر تن په سر لګښت ۱۷زره يوانه دي. د مارچ تر نولسمې نيټې پورې د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د طبي ضمانت څانګو لخوا ۱۹ مليارډ ۳سوه مليونه يوانو لګښتونه شوي دي.

ځکه چې د ناول کرونا ويروس ناروغۍ يو نوی ډول ناروغي ده. د چين حکومت د ناروغانو او د درملنې د اړتياوو پوره کولو له مخې د طبي ضمانت ځانګړي تدبيرونه عملي کړي چې لومړی د تشخيص شويو او مشکوکو ناروغانو د درملنې کارونه تر سره شوي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای