د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په عراق کې د نوي کورونا ويروس ناروغۍ د مخنيوي او درملنې لپاره د چين د سور صليب ټولنې د طبي کارپوهانو ډلې استازو د مارچ په ۲۹مه نېټه د نوي کورونا ويروس د تشخيص او درملنې په برخه کې د چين تجربې بيان کړې. د عراق د کرد خپلواکې سيمې چارواکي وويل چې د چين د کارپوهانو طبي مرستې او د ناروغۍ د مخنيوي تجربې د کرد سيمې لپاره ستر اهميت لري.
د چين د کارپوهانو ډلې استازو په همدې ورځ د عراق په اربيل کې د چين له لوی قونسل ني ژو چه د کرد سيمې د روغتيا له وزير سمن بنرکنجي سره وکتل او د چين لخوا د کرد سيمې ته د ماسکونو سپارلو په مراسمو کې يې ګډون وکړ.
سمن وويل چې د کورونا ويروس ناروغۍ له رامنځته کېدو راهيسې چين لومړی هېواد دی چې د عراق کرد سيمې ته طبي مرستې برابرې کړې دي او له دې مخکې يې هم ډېر ځلې يې د کرد سيمې ته مرستې رسولي دي. د کرد سيمې حکومت او خلک د چين له دې مرستو څخه ډېره مننه کوي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |