په دې وروستيو ورځو کې هو بۍ ولايت ته په ټولو غزېدلو سړکونو باندې بنديزونه لغوه شوي، د دې ولايت د اړوندې ادارې د شمېرنې له مخې، د مارچ تر ۲۸مې نېټې پورې د دې ولايت ۴۶ لکه کسان خپلو کاري ځايونو ته بېرته تللي، پکې ۱۸ لکو کسانو په دې ولايت کې خپل کارونه پيل کړي او ۲۸ لکه کسان د ولايت څخه بهر ته خپلو کارونو ته تللي دي.
هغه کسان چې د کار کولو لپاره له هو بۍ ولايت څخه وتلي، په عمومي توګه ګوانګ دونګ، جه جيانګ، جيانګ سو، فو جيان او داسې نور د بحر په غاړه پرتو سيمو او شمال ختيځو سيمو ته تللي، پکې ګوانګ دونګ ته تللي کسان ۴۰ فيصده دي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |