د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د مارچ په ۲۹مه نېټه له جه جيانګ ولايت څخه ليدنه وکړه. هغه په نينګ بو ښار کې د منځنيو او کوچنيو تصديو له استازو سره د خبرو اترو په وخت کې وويل چې د نوي کورونا ويروس ناروغۍ پروړاندې مبارزه کې ، د بېلا بېلو برخو ډلې ، تصدۍ او مختلف صنعتونه به اغېزمن شي. د چين د کمونست ګوند مرکزي کميټه د څېړنې په وخت کې په ځانګړي توګه د منځنيو او کوچنيو تصديو په اړه فکر کړی او يو لړ تګلارې خپرې کړې ترڅو منځنۍ او کوچنۍ تصدۍ اغېزمنې نه شي او نوي پرمختګونه وموندل شي. دا وخت عمومي منشي شي جين پينګ د څېړنې لپاره له جه جيانګ څخه په ليدنه بوخت دي او د خلکو نظرونه اوري.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |