CRI Online

د مارچ په ۲۹مه نېټه د چين په دننه کې په نوي کورونا ويروس د نويو اخته شويو کسانو شمېر ۳۱ و، چې پکې ۳۰ کسان له بهر څخه راغلي دي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-30 11:37:11

د چين د روغتيا ملي کميټې د اړوندو شمېرنو له مخې، د مارچ د ۲۹مې نېټې له صفر بجو څخه تر ۲۴ بجو پورې په چين کې په نوي کورونا ويروس د نويو اخته شويو کسانو شمېر ۳۱ و، چې پکې ۳۰ کسان له بهر څخه راغلي دي. د دې تر څنګ په دې ورځ ۴ تنه مړه شوي او نوې ۱۷ شکمنې پېښې ثبت شوې چې ټول له بهر نه راغلي دي. په عمومي توګه له بهر نه د راغلو ناروغانو شمېر ۷۲۳ دي.

د چين د راپورونو له مخې، د مارچ د ۲۹مې نېټې تر ۲۴بجو په عمومي توګه پر دې ويروس د اخته شويو کسانو شمېر ۸۱۴۷۰ دی، اوس ۱۶۸ شکمنې پېښې شتون لري، د ۷۵ زره ۷۷۰ ناروغانو درملنې شوې او له روغتون څخه رخصت شوي، ۳۳۰۴ تنه مړه شوي او ۱۹ زره ۲۳۵ کسان تر طبي څارنې لاندې دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای