د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د شي جين پينګ (( د بشر ګډ برخليک ټولنې جوړونې ته وده ورکول )) کتاب جاپاني ژبې نسخه، چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د دې ګوند د تاريخ او اثارو د اکاډمي لخوا ترجمه شوی، په دې وروستيو ورځو کې د چين د مرکزي ايډيت او ترجمې خپرندويه ټولنې لخوا خپره شوې ده.
ياد کتاب د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د دې ګوند تاريخ او اثارو د اکاډمي لخوا ايډيت شوی دی، او د بشر ګډ برخليک ټولنې جوړونې ته د ودې ورکولو په اړه د شي جين پينګ ۸۵ مهمې ليکنې پکې شاملې دي. د دې کتاب د جاپاني ژبې تر نسخې مخکې د انګليسي او فرانسي ژبو نسخې د بشر ګډ برخليک ټولنې د جوړونې، د شي جين پينګ د ډيپلوماتيکو نظرونو او د چين د ډيپلوماتيکو تګلارو او پاليسۍ په برخو کې د بهرنيو لوستونکو د پوهېدلو په برخه کې ډېرې مهمې او ګټورې دي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |