په دې وروستيو ورځو کې د امريکا د تولاني پوهنتون پروفيسور روبرټ ګاري د دې هېواد له ABC راډيو سره په مرکه کې وويل، د چين د وو هان ښار د سمندري خوراکونو بازار د نوي کورونا ويروس سرچينه نه ده.
ګاري په مرکه کې وويل، سره له دې چې د ډېرو کسانو په اند، نوی کورونا ويروس د چين د وو هان ښار د سمندري خوراکونو له يو بازار څخه خپور شوی، خو دا يو غلط نظر دی. زموږ او د نورو تحليل له مخې، د دې ويروس د خپرېدا وخت تر هغه وخت لا وړاندې دی. شک نه شته چې په وو هان ښار کې ځيني ناروغان شتون لري، خو د دې ويروس سرچينه نه ده.
د دې ترڅنګ، نوموړي همدارګه وويل، د کورونا نورو ويروسونو په اړه په څېړنو کې موږ ته معلومه شوې ده که د ويروس جن بدلون ومومي کېدای شي لا نور زيات خطرناک شي، له دې امله دغه ويروس په ساده او اسانه توګه خپرېږي او ساري دی.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |