د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا جانس هوپکينس پوهنتون د مارچ په ۲۹مه نېټه تازه شمېرنه خپره کړه، چې په نړۍ کې په نوي کورونا ويروس د اخته شويو کسانو شمېر تر ۷ لکو زيات دی.
د شمېرنې له مخې، د امريکا د ختيځې برخې پر ځايي وخت د مارچ د ۲۹مې نېټې تر ۱۵مې نېټې پورې، په نړۍ کې په نوي کورونا ويروس د اخته شويو کسانو شمېر ۷ لکه ۱۰ زره ۹۱۸ و، او د دې ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۳۳ زره ۵۰۹ و. تر اوسه پورې امريکا په نوي کورونا ويروس د اخته شويو کسانو شمېر تر ټولو هېوادونو ډېر دی چې ۱ لک ۳۵ زرو ۴۹۹ ته رسېدلی. تر اوسه پورې د دې ويروس له امله په ايټاليا کې د مړه شويو کسانو شمېر تر ټولو هېوادونو ډېر دی.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |