د سوريې د رسنيو د خبر له مخې، د دې هېواد د شمال ختيځې سيمې په يو زندان کې شخړه رامنځته شوه، يو شمېر د داعش ډلې زندانيان له زندان څخه تښتېدلي دي.
د سوريې خبري اژانس خبر ورکړ، د دې هېواد د الحسکه ولايت په جويران زندان کې شخړه رامنځته شوې، يو شمېر د داعش ډلې زندانيان له زندان څخه تښتېدلي او د دې ولايت جنوب ته تللي.
د خبر له مخې، ياد زندان د سوريې د ديموکراتيک ځواک تر واک لاندې دی، چې پکې تقريباً ۳ زره د داعش ډلې غړي په بند کې ساتل کېږي.
د سوريې د ملي ټلويزيون د خبر له مخې، د داعش ۱۲ غړي له ياد زندان څخه تښتېدلي دي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |