CRI Online

د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د لويو راکټونو د توغولو د بريالۍ ازموينې اعلان وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-03-30 12:02:36

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د دفاعي علومو اکاډمۍ د مارچ په ۲۹مه نېټه د لويو راکټونو د توغولو ازموينې ترسره کړې او ويلي يې دي چې دا ازموينې بريالۍ تر سره شوې دي.

د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د کارګرو ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو غړي او د مرکزي کميټې مرستيال مشر لي بينګ جه په يادو ازموينو کې ګډون درلود.

د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت مرکزي خبري اېجنسۍ د لي بينګ جه له قوله ويلي چې د لويو راکټونو د سيسټم ځای پر ځای کول د هېواد د دفاع د نوې ستراتيژۍ لپاره ستر اهميت لري.

د کوريا جمهوريت خبري رسنيو د روانې مياشتې په ۲۹مه نېټه د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د پوځ په قول وويل چې کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت په همدې ورځ د کوريا ټاپووزمې د ختيځ سمندر په لوري ۲ راکټونه توغولي دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای