يوه موده وړاندې کله چې د چين په بېلابېلو ځايونو کې د ناول کرونا ويروس د خپرېدو له امله د بېلابېلو برخو فعاليتونه په ټپه ودرېدل، نو د جه جيانګ ولايت د نينګ بو ښار جو شان بندر آن هغه وخت هم فعال و او پکې د مالونو د صادرولو او واردولو چارې روانې وې. دغه بندر په چين کې د نړيوال تجارتي او اکمالاتي ځنځيرونو د ساتلو لپاره ډېر مهم دی، په تېرو يوولسو کلونو کې هر کال له دغه بندر څخه د صادر او واريد شوو مالونو اندازه په نړۍ کې تر ټولو زياته وه.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۹ مه نېټه جه جيانګ ولايت ته له رسېدو وروسته لومړی له دغه بندر څخه ليدنه وکړه.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |