د چين د ملکي هوايي چلند ادارې او د پرمختګ او اصلاحاتو د ملي کمېټې چارواکو د مارچ په ۲۹ مه نېټه له ناول کرونا ويروس سره د مبارزې په اړه د چين د دولتي شورا په خبري ناسته کې وويل چې د ناول کرونا ويروس خپرېدا د مالونو نړيوال هوايي ټرانسپورټ له سختو چلنجونو سره مخ کړی، چين به د مالونو هوايي ټرانسپورټ پياوړې کړي څو نړيوال اکمالاتي ځنځير په ثابته توګه وساتل شي.
د چين ملکي هوايي چلند ادارې د مارچ تر ۲۶ مې نېټې پورې د څه باندې ۴۰۰ ټنو طبي توکو د ليږدولو د نړيوالو دندو لپاره ۲۳ الوتکې ليږلې او د طبي توکو د نړيوال اکمالاتي ځنځير په ثابتولو کې يې مهم رول لوبولی دی.
په نړۍ کې د ناول کرونا ويروس د خپرېدو له امله د باربري نړيواله شبکه او د بارچلوني توان کمزور شوی دی.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |