CRI Online

شي جين پينګ په جه جيانګ ولايت کې له منځنيو او کوچنيو تصديو څخه لېدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-03-30 16:49:44

د چين دولت رئيس شي جين پینګ د مارچ په ۲۹ مه نېټه جه جيانګ ولايت ته ورسید او د همدې ورځې په ماسپښين يې د نينګ بو ښار له شو جان بندر او د موټرو د پرزو جوړولو له يو لوی صنعتي پارک څخه لېدنه وکړه.

په تېرو ۱۱ کلونو کې هر کال د نينګ بو ښار له جو شان بندرڅخه د صادر او واريد شوو مالونو اندازه په نړۍ کې تر ټولو زياته ده. دغه بندر کې د ناول کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره ډېر جدي او اغېزمن تدابير غوره شوي چې پدې سره يې پر خپلو کارونو د ويروس اغېزه ډېره کمه کړې او د چين د نړيوال تجارتي او اکمالاتي ځنځيرونو د ساتلو لپاره يې مهم رول لوبولی دی.د نينګ بو ښار د بې لون دا چي په نوم د موټر پرزو جوړولو په صنعتي پارک کې له ۷۰ ډېرې تصدۍ ميشت دي. (جن جي) شرکت يو له دغو تصديو څخه دی او توليدات يې امريکا، جرمني، فرانسې، ايټاليې ، جاپان او ځينو نورو هېوادونو ته ځي. په چين کې د ناول کرونا ويروس له خپرېدو وروسته د دغه شرکت توليدي چارې درول شوې وې، خو په ياده سيمه کې وروسته د ويروس د خپرېدو حالت له ښه کېدو وروسته توليدي چارې ګام پر ګام بيا اعاده شوې دي.

شي جين پينګ د دغه شرکت په فابريکه کې له کارګرو سره خبرې وکړې.

شی جين پينګ کارګرو ته سلامونه وويل او له دوی څخه يې هيله وښوده چې هم توليدي چارو ته دوام ورکړي او هم خپل روغتيايي حالت ته پام وکړي.

شي جين پينګ د ياد صنعتي پارک په اداري مرکز کې له کارکوونکو ، د ميشتو تصديو له استازو او کارګرو سره هم خبرې وکړې. نوموړي وويل:

((بحران او مصيبت رامنځته شوی، دغه وضعيت خامخا پر بېلابېلو ډلو، تصديو او مسکلونو منفي اغېزې کړي. د هېواد د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د منځنيو او کوچنيو تصديو ستونزو ته په کتو يو لړ تګلارې طرحې او پلې کړې او دغه تګلارې به د حالاتو له بدلون سره سم وخت په وخت تنظيم کړي څو پر دغو تصديو اساسي اغېزې له منځه يووړل شي، د تصديو چارې ژر ترژره بيا اعاده شي او نوی پرمختګ ومومي. جه جيانګ ولايت ته زما د روان سفر يو هدف دا دی چې له تاسو څخه نظرونه واخلم او لا مناسب او اغېزمن تدابيرطرحه کړم.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای