CRI Online

د امريکا په اوسني ترينګلي حالت کې د مايک پمپيو بدې نندارې

cri     (GMT+08:00) 2020-03-30 17:05:34

"د نړۍ هېڅ هېواد ناول کرونا ويروس د چين يا وو هان د ويروس په نوم نه دی بللی. دا د جيغرافيا کومه سياسي ستراتيژي نه ده. " دا د امريکا د ولسمشر د ملي امنيت پخواني مرستيال سلاکار ښاغلي بن رودس خبرې دي. هغه د امريکا د خارجه وزير مايک پمپيو په شمول د بې اصوله سياستوالو لخوا پر چين د تور لګولو غندنه وکړه.

مايک پمپيو د امريکا په اوسني حکومت کې يو لوړ پوړې چين ضد چارواکي په توګه د ناول کرونا ويروس تر سخت خپرېدو وروسته څو څو ځله بې دليله خبرې وکړې او په څرګنده توګه يې دغه ويروس ته د وو هان ويروس نوم کارولی، د چين کمونېست ګوند او د چين سياسي نظام يې د زمانې ګواښ په توګه وبلل او د G7 د بهرنيو چارو وزيرانو په ګډه اعلاميه کې يې د وو هان ويرس په اړه محتوياتو د زياتولو هڅې کړې. هغه غواړي چې په هر ډول کورني او نړيوال موقع کې پر چين تور ولګوي، شفاهي بريد وکړي او د توطيې مفکورې خپرې کړي. د ده لخوا د سړې جګړې له فکرونو او ايديالوژيکي تعصب څخه ډکې خبرې د ساري ناروغۍ پر ضد په روانه نړيواله ګډه مبارزه کې زيات خڼدونه اچوي.

په همدې مهال امريکا کې د دغه ويروس د خپرېدو حالت ورځ تر بلې ترينګلی کېږي. د امريکا د جانس هوپکينس پوهنتون د تازه شمېرو له مخې، د بېجينګ پر وخت د مارچ د ۲۹مې نېټې د سهار تر ۶ بجو او ۲۰ دقيقو په امريکا کې پر ناول کرونا ويروس د اخته شويو کسانو شمېر له ۱۲۰ زرو څخه اوښتی او ۲۰۱۰ تنه له دې امله مړه شوي دي. د روغتيا نړيوال سازمان له مخکنۍ وړاندوينې سره سم امريکا تر اوسه په ټوله نړۍ کې د ويروس لخوا تر ټولو سخت ځپل شوی هېواد دی.

موږ دې ته پام کړی چې د امريکا مشرانو له دې وروستيو راهيسې په اړوندو نړيوالو همکاريو کې د ګډون په اړه لا مثبته رويه غوره کړې. ولسمشر دونالد ټرمپ د چين له دولت رئيس شي جين پينګ سره د تليفوني خبرو په وخت کې څرګنده کړه چې هغه به د ياد ويروس پر ضد د دواړو هېوادونو ترمنځ د اغېزمنې همکارۍ تامين کړي او خنډونه به پخپله ليرې کړي.

خو ښاغلي پمپيو خپلې غرضي خبرې بندې نه دي کړې او تل يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړوندو همکاريو د مخنيوي هڅې کړې او کوي يې. تر شا يې خامخا توطيه شته.

د نړيوالو مسئلو يو شمېر کارپوهانو لا وړاندې دې ته اشاره کړې چې مايک پمپيو تل په سياسي فرصتونو پسې ګرځي. هغه د امريکا د خارجه وزير په توګه تر ټاکل کېدو وروسته کله کله د چين پر ضد ناسمې خبرې کړې يا يې ور باندې تورونه لګولي، موخه يې د ځينو سياسي ډلو خوشالول او د خپل ځان د راتلونکي پرمختګ لپاره لا زياته سياسي لابي کول دي.

د امريکا د خبري رسنيو د خبر له مخې، د تېر نومبر په مياشت کې چې کله امريکا ولسمشر له استيضاح سره مخامخ شو او برخليک يې معلوم نه و، مايک پمپيو په رسمي ډول ۳ جمهوري غوښتونکو ته څرګنده کړه چې د خارجه وزير له څوکۍ څخه استعفا کولو ته چمتو شوی او د کنسېس ايالت د سناتورانو په سيالۍ کې به ځان ښکېل کړي. سياسي څېړونکو په دې اړه وويل چې پمپيو ممکن په هغه وخت کې له واکمنۍ ډلې څخه د ځان جلا کېدل غوښتل او اصلي پلان يې په راتلونکې کې ولسمشرۍ مقام ته ځان رسول دي.

نو ځکه هغه د ناول کرونا ويروس تر سخت خپرېدو وروسته څو څو ځله پر چين نيوکې کړې دي. په بله ژبه د پمپيو په اند څومره چې د امريکا حالت تريګلی کېږي، نو دی به په هماغه اندازه فرصتونه پيدا کړي.

د ساري ناروغۍ د سخت خپرېدو په اوسني حال کې مايک پمپيو د امريکا د لوړ پوړي ديپلومات په حيث د خپلو ځاني ګټو د تر لاسه کولو په موخه پخپل سر بې دليله خبرې کوي او د ولسي خلکو پر ژوند او روغتيا خپلې سترګې پټوي. نو ځکه په مختلفو ټولنيزو رسنيو کې انترنيټ کاروونکو پرې زياتې نيوکې کړې دي.

اوس مهال امريکا مختلفو طبي مالونو ته اړتيا لري. نو د دغه هېواد د خارجه وزارت په امر زياتو لوړ پوړيو چارواکو پر ځينو بهرنيو حکومتونو يا تصديو فشارونه اچولي او غوښتنه يې کړې چې امريکا ته لا زيات طبي تجهيزات صادر کړي. مايک پمپيو له يوې خوا په هر ډول نړيوال ډګر کې د ځان لپاره دښمنان مومي او غواړي د مقاومت جبهه جوړه کړي، له بلې خوا په بېلا بېلو لارو چارو مرستې پيدا کوي. هغه څنګه د مرستو دغسې غوښتنې وړاندې کوي؟

امريکا ته د نړيوالې ټولنې لخوا ورکوونکې مرستې د ولسي امريکايانو د ژوند او روغتيا د ساتلو لپاره دي، نه د ځينو سياستوالو په زور ورکړل شوې دي. دا د امريکا لپاره شرم دی چې ديپلوماتيکې چارې يې د مايک پمپيو په شان کس لخوا اداره کېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای