CRI Online

جونګ شان: بايد په ګرده نړۍ کې د توليدي چارو او عرضې ځنځيري ثبات وساتل شي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-31 10:59:47
جونګ شان: بايد په ګرده نړۍ کې د توليدي چارو او عرضې ځنځيري ثبات وساتل شي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د تجارت وزير جونګ شان د مارچ په ۳۰مه نېټه وويل چې بايد د ناول کورونا ويروس پر ضد د مبارزې په لړ کې کارېدونکو توکو په اړه نړيوالې همکارۍ پياوړې شي، په ګرده نړۍ کې دې د توليدي چارو او عرضې ځنځيري ثبات او د پرانيستې او همکاريو نړيواله زمينه رامنځته او وساتل شي.

وزير جونګ شان د مارچ د ۳۰مې نېټې په ماښام د ناول کورونا ويروس سره د مقابلې په اړه د شلو لويو صنعتي هېوادونو ډلې د تجارت وزيرانو په ويډيويي غونډه کې ګډون وکړ او ګډونوالو پر ګردې نړۍ د ياد ويروس د اغېزې او ور سره د مقابلې په اړه د G20 غړو هېوادونو د کړنو په هکله بحثونه وکړل. وزير جونګ شان وويل د G20 د غړو هېوادونو تجارت وزيران بايد د دې ډلې د ځانګړې سرمشريزې غونډې ګډه اعلاميه ښه تطبيق کړي. هغه درې وړانديزونه وکړل. لومړی، بايد له دې ويروس سره د مبارزې په لړ کې استفاره کېدونکو توکو نړيوالې همکارۍ پياوړې شي او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو او طبي کارکوونکو خونديتوب وساتل شي. دوهم، بايد په ګرده نړۍ کې د توليدي چارو او عرضې ځنځيري ثبات وساتل شي او د ګمرکي مالياتو د کمېدو، تجارتي خنډونو د لغوه کېدو او سوداګرۍ د عادي روانېدو په شمول يو لړ تدبيرونه دې ونيول شي. درېيم، بايد په ګرده نړۍ کې د پرانيستې او همکارۍ زمينه دې تضمين شي تر څو تجارتي څواړخيزم وساتل شي او د سوداګرۍ له ساتونکې غوښتنې سره دې مخالفت وشي.

د اړوند خبر له مخې، تر دې ويډيوي غونډې وروسته په پای کې د ناول کورونا ويروس سره د مقابلې په اړه د G20 تجارت وزيرانو د ځانګړې غونډې يوه ګډه اعلاميه خپره شوه. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای