CRI Online

د چين د سوداګرۍ وزارت به له نورو اړوندو ارګانونو سره د طبي توکو د صادراتي کيفيت څارنه پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-31 11:01:42
د چين د سوداګرۍ وزارت به له نورو اړوندو ارګانونو سره د طبي توکو د صادراتي کيفيت څارنه پياوړې کړي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزارت د مارچ په ۳۰مه نېټه خبر ورکړ چې دغه وزارت به له نورو اړوندو ارګانونو سره په ګډه يو کاري ميکانيزم جوړ کړي او د چين په دننه کې د ناول کورونا ويروس د خپرېدو د کنټرول او مخنيوي اړتيا د پوره کولو پر بنسټ به اړوندې تصدۍ تشويق کړي چې خپل توليدي توان لوړ کړي، په منظمه توګه يې نورو هېوادونو او سيمو ته صادر کړي چې له دې ويروس سره د مقابلې په موخه د نړيوالې ټولنې لپاره مرستې برابرې کړي.

د چين د سوداګرۍ وزارت اړوند مسئول وويل، دغه وزارت به د ګمرکاتو عمومي ادارې او د درملو څارنې له دولتي ادارې سره د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره غوښتنه وکړي چې صادرېدونکي طبي توکي بايد د درملو نظارت د دولتي ادارې اړونده اجازه تر لاسه کړي او د اخيستونکو هېوادونو او سيمو د کيفيت له غوښتنې سره دې سمون ولري. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای