CRI Online

چين له عراق سره د ناول کورونا ويروس د تشخيص مرکز سره د لابراتوار مرسته وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-03-31 11:06:49

چين له عراق سره د ناول کورونا ويروس د تشخيص مرکز سره د لابراتوار مرسته وکړه

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د عراق اړوند کارپوه د مارچ په ۳۰مه نېټه د سين هوا اژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل، له دې امله چې د عراق مرکزي روغتيايي لابراتوار له تخنيکي ستونزو سره مخ شوی دی، نو اوس د چين تر مرستې لاندې يو بل لابراتوار څخه په لنډمهالي توګه په عراق کې د ناول کورونا ويروس د تشخيص لپاره استفاده کېږي.

د چين په مرسته ورکړل شوی دغه لابراتوار د مارچ په ۲۵مه نېټه په بغداد کې وکول شو. د مارچ تر ۲۹مې نېټې پورې عراق کې په ناول کورونا ويروس ساري ناروغۍ د تشخيص شويو کسانو شمېر ۵۴۷ ته رسېدلی او په دې جمله کې ۴۲ ناروغان مړه شوي دي، په عين وخت کې ۱۴۳ ناروغان روغ شوي او له روغتون څخه رخصت شوي دي. (هيله)


1  2  3  4  
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای