ټرمپ: امريکا کې د ناول کورونا ويروس له امله د مړينې انډول ښايي په راتلونکو دوو اوونيو کې لوړې سويې ته ورسېږي
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مارچ په ۲۹مه نېټه د سپينې ماڼۍ په يوه خبري ناسته کې وويل په دې هېواد کې د ناول کورونا ويروس له امله د مړينې انډول ښايي په راتلونکو دوو اوونيو کې لوړې سويې ته ورسېږي. د دې ويروس د خپرېدو لپاره به په ټوله امريکا کې د فدرالي حکومت لارښوونکي وړانديزونه د راتلونکي اپريل تر ۳۰ مې نېټې پورې تطبيق کېږي.
د امريکا د روغتيا دولتي انسټېټيوټ د حساسيت او ساري ناروغۍ د څېړنيزې ادارې مشر انتوني فاوکي وويل چې د اړوند موډل د ازموينې نتيجې له مخې ښايي امريکا کې يو لک يا دوه لکه کسان د دې ويروس له امله مړه شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |