د سين هوا اژانس د خبر له مخې،په م م کې د چين دايمي استازي جانګ جون د مارچ په ۳۰مه نېټه له ځينو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې سمدلاسه دې پر سوريې باندې يواړخيز بنديزونه لغوه کړي، څرنګه چې د دغو يواړخيزو بنديزونو له امله، سوريه له ناول کورونا ويروس سره د مقابلې په بهير کې له لا زياتو ستونزو سره مخ ده.
ښاغلي جانګ جون په همدې ورځ د سوريې مسئلې په اړه د امنيت شورا په يوه ويډيويي غونډه کې وويل چې په سوريه کې د ناول کورونا ويروس پټه اغېزه د اندېښنې وړ ده. د چين حکومت سوريې ته د ياد ويروس ساري ناروغۍ د تشخيص لپاره يو شمېر کيټونه برابر کړي دي او د خپل توان په اندازه به د سوريې په شمول له ځينو هېوادونو سره اړوندې همکارۍ او هغوی ته مرستې برابرې کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |