CRI Online

د روسيې او امريکا مشرانو ټليفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-03-31 11:11:31
د روسيې او امريکا مشرانو ټليفوني خبرې وکړې

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د مارچ په ۳۰مه نېټه د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټليفوني خبرې وکړې. دواړو خواوو د ناول کورونا ويروس سره د مقابلې په شمول د ځينو موضوعاتو په هکله بحثونه وکړل.

د روسيې ولسمشرۍ ماڼۍ په برېښنا پاڼه کې د يوې اعلاميې له مخې، دواړو ولسمشرانو په ګرده نړۍ کې د ياد ويروس د لويې پيمانې خپرېدو ته پاملرنه څرګنده کړه او يو بل ته يې په خپل هېواد کې له دې ويروس سره د مقابلې تدبيرونه بيان کړل. دوی د ياد ويروس پر ضد د مبارزې په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پياوړتيا په اړه بحث وکړ او د نفتو نړيوال بازار د وضعيت په اړه يې د نظريو تبادلې وکړې او موافقه يې وکړه چې د روسيې او امريکا د انرژۍ وزيرانو په کچه سلامشوره به ترسره شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای