CRI Online

ائتلافي پوځونو د حوثې وسلوالو پر اډو بريدونه وکړل

cri     (GMT+08:00) 2020-03-31 11:15:24
ائتلافي پوځونو د حوثې وسلوالو پر اډو بريدونه وکړل

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي پوځونو د مارچ په ۳۰مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، دوی په همدې ورځ د يمن د حوثې وسلوالو پر اډو بريدونه وکړل.

په دې اعلاميه کې راغلي، حوثې ډلې د مارچ په ۲۸مه نېټه د سعودي عربستان په موخه باليستک توغندي وتوغول، ائتلافي پوځونو د حوثې دغې کړنې ته په ځواب کې د مارچ په ۳۰مه نېټه د يمن په پلازمينه صنعا کې د توغنديو او بې پيلوټه الوتکو د جوړوونکو اډو او د وسلو ګدام په شمول د حوثې ډلې ځيني نظامي مرکزونه بمباري کړل. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای