د اولمپيک نړيوال کمېسيون پر ځايي وخت د مارچ په ۳۰مه نېټه پرېکړه کړې چې د توکيو اولمپيک لوبې به د ۲۰۲۱ کال له ۲۳مې نېټې نه د اګست تر ۸مې نېټې پورې او د پرالمپيک لوبې به د همدې کال د اګست له ۲۴مې نېټې نه د سپتمبر تر ۵مې نېټې پورې تر سره شي.
د اولمپيک نړيوال کمېسيون څرګنده کړه چې د اولمپيک په دوبنيو لوبو کې د ټولو سپورټي ټولنو او د ياد نړيوال کمېسيون ټولو غړو د دغې پرېکړې ملاتړ کړی او د ټولو لوبغاړيو او ګډون کوونکو روغتيا د تامينولو، د لوبغاړيو ګټو او د اولمپيک لوبو د خوندي ساتلو او د نړيوالو سپورتي سياليو ترتيباتو په نظر کې نيولو سره يې ياده پرېکړه کړې ده.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |