د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس د مارچ په ۳۰مه نېټه څرګنده کړه چې ټولې نړۍ له ناول کرونا ويروس سره ګډه مقابله پيل کړې. د ټولو لپاره په مساوي توګه د طبي توکو د برابرولو په اړه د G20 له ژمنې څخه څرګندېږي چې نړۍ اوس متحده ده.
نوموړي وويل: د روغتيا نړيوال سازمان غواړي چې بېلا بېل هېوادونه او شرکتونه يو د بل په همکارۍ توليدي توان پياوړی کړي، د بنسټيزو طبي توکو ازاد لېږد رالېږد دې تامين کړي او هر هېواد دې د مساواتو اصول مراعات کړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |