CRI Online

د ناول کرونا ويروس سره د مقابلې په اړه د شلو هېوادونو ډلې د تجارت وزيرانو ځانګړې ويډيويي غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2020-03-31 15:41:19

د ناول کرونا ويروس سره د مقابلې په اړه د شلو هېوادونو ډلې (G20) د تجارت وزيرانو ځانګړې ويډيويي غونډه د مارچ د ۳۰ مې نېټې په ماښام تر سره شوه او د چين د تجارت وزير جونګ شان په دغه غونډه کې ګډون وکړ.

په دغه غونډه کې ګډونوالو پر ګردې نړۍ د ياد ويروس د اغېزې او ور سره د مقابلې په اړه د G20 غړو هېوادونو د کړنو په هکله بحثونه وکړل.

د چين د تجارت وزير جونګ شان وويل چې رئيس شي جين پينګ په سرمشريزه غونډه کې څلور فقره ييز وړانديز وکړ او له نړيوالې ټولنې څخه يې غوښتنه وکړه چې نړيوالې همکارۍ دې پياوړې شي او د دغه ويروس پر ضد د مبارزې لپاره دې يووالی وساتي. د شلو هېوادونو ډلې د تجارت وزيران بايد په ګډه د ځانګړې سرمشريزې غونډې کډه اعلاميه پلی کړي او درې وړانديزونه يې وکړل. لومړی، بايد د دې ويروس د مخنيوي د اړوندو توکو لپاره نړيوالې همکارۍ پياوړې شي او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو او طبي کارکوونکو خونديتوب وساتل شي. دوهم، بايد په ګرده نړۍ کې د توليدي چارو او اکمالاتي ځنځيري ثبات وساتل شي او د ګمرکي مالياتو د کمېدو، تجارتي خنډونو د لغوه کېدو او د سوداګرۍ د عادي روانېدو په شمول يو لړ تدبيرونه دې ونيول شي. درېيم، بايد په ګرده نړۍ کې د ور پرانيستې او همکارۍ زمينه تضمين شي تر څو تجارتي څواړخيزم وساتل شي او د سوداګرۍ ساتنې غوښتنې سره دې مخالفت وشي.

د مالوماتو له مخې، تر دې ويډيوي غونډې وروسته د ناول کورونا ويروس پر ضدد G20 تجارت وزيرانو د ځانګړې غونډې يوه ګډه اعلاميه خپره شوه.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای