د ناول کرونا ويروس د سخت خپرېدو له امله په نړۍ کې له چين پرته دوه ثلثه پرمختيايي هېوادونه اوس له سترو اقتصادي زيانونو سره مخ دي او م م د مارچ په ۳۰ مه نېټه غوښتنه وکړه چې داسې هېوادونو ته ۲۵۰۰ مليارډ ډالرو په ارزښته مرستې برابرې کړي.
د م م د سوداګرۍ او پرمختګ کنفرانس له خوا د خپور شوي راپور له مخې، د ناول کرونا ويروس له رامنځته کېدو وروسته پرمختيايي هېوادونه بهر ته د پانګونو وتلو، د پيسو ارزښت د ټيټېدو او د صادراتو د کمېدو په برخو کې له زياتو زيانونو سره مخ شوي دي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |