CRI Online

په ((چيو شه)) مجله کې به د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي شي جين پينګ يوه مهمه مقاله خپره شي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-31 16:59:58

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اپريل په لومړۍ نېټه به په ((چيو شه)) مجله کې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ يوه مهمه مقاله (( په هو بۍ ولايت کې د ناول کرونا ويروس د ساري ناروغۍ د وقايې او کنترول له چارو څخه د لېدنې په ترڅ کې وينا)) خپره شي.

په دې مقاله کې پر دې ټينګار شوی چې هو بۍ ولايت او وو هان ښار د ناول کرونا ويروس د ساري ناروغۍ سره د مبارزې تر ټولو مهم او اصلي ميدان دی. د سختو کوښښونو په پايله کې په هو بۍ ولايت او وو هان ښار کې د دې ناروغۍ د وقايې او کنترول حالت ورځ تر بلې د ښه والي په حال کې دی او د تېرې مرحلې مهم بريتاليتوب تر لاسه شوی دی، خو اوس هم مهمې او سختې دندې پر غاړه لرو. نو موږ بايد ويښ اوهوښيار واوسيږو او په احتياط دې کوښښونو ته دوام ورکړو او په مداومه توګه دې د دې ناروغۍ د وقايې او کنترول کارونو ته لومړيتوب ورکړو. د هو بۍ او ووهان د ساتلو په مبارزه کې دې بريا تر لاسه کړو.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای