د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د شه چوان ولايت د شي چانګ ښار په جينګ جيو علاقه دارۍ کې په ځنګلونو کې د اور لګېدنې په هکله مهم همدايت ور کړی او له اړوندو څانګو څخه يې غوښتنه وکړه چې تر خپلې وسې پورې د خلکو د سر او مال خونديتوب د تامينولو لپاره هڅې وکړي.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي او صدراعظم لي که چيانګ هم همدايت ور کړی او له اړوندو څانګو څخه غوښتنه وکړه چې تر خپلې وسې پورې ټپيان وژغوري او د اور وژنې لپاره دې اغيزمن تدبيرونه ونيسي اود اورلګېدنې د قربانيانو له کورنيو سره غم شريکې وکړي او د پېښې ځای په شاوخوا سيمه کې دې د مهمو تأسيساتو او تجهيزاتو حفاظت وکړي. د دې ترڅنګ مونږ بايد له همدغو پېښو څخه د عبرت درس واخلو او د ځنګلونو د اورلګېدنې د سترو پېښو مخنيوی دې وکړو.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |