د چين د بهرنيو چارو وياند هوا چون اينګ د مارچ په ۳۱مه نېټه په بېجينګ کې په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چې چين هيله لري چې د امريکا د سپينې ماڼۍ د دولتي سوداګرۍ او توليدي چارو د تګلارو دفتر مسئول پيټر ناورو د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ د مارچ د ۲۷مې نيټې تليفوني خبرو اترو پر روحيې ښه پوه شي او پر چين باندې له تور لګولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو له زيانمنولو څخه دې لاس واخلي. د دې ترڅنګ هغه بايد د چين او امريکا د خلکو د ګټو لپاره لازيات ګټور کارونه تر سره کړي.
د خبر له مخې څه موده دمخه دغه چارواکي له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې ويلي چې د تېر کال په منځنيو کې په چين کې د ناول کرونا ويروس په ټولنه کې خپور شو،چين اړوند حالت پټ کړی و. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې دغه څرګندونې رد کړې.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |