د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په دې وروستيو ورځو کې پر چين نيوکه کړې چې د ناول کرونا ويروس په باب يې جعلي معلومات وړاندې کړي. په دې هکله د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د مارچ په ۳۱مه نېټه وويل چې چين د جعلي معلوماتو وړاندې کولو ته اړتيا او نيت نه لري.
د دې ترڅنګ هغې هم هيله وښودله چې د امريکا ځيني سياستوال او چارواکي دې د خپل هېواد په دننه کې د ناول کرونا ويروس مخنيوي او کنټرول چارو ته پاملرنه وکړي او په دې برخه کې دې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په ګټه کارونه زيات کړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |