د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې پوځ د مارچ په ۳۱مه نېټه وويل، اسرائيلي پوځ په همدې ورځ د سوريې پر حمص ايالت د توغنديو بريدونه وکړل او د سوريې هوايي دفاعي سيستم څو توغندي شنډ کړل.
د سوريې د بشري حقونو څېړنيز سازمان چې مقر کې يې په بريتانيا کې دی، خبر ورکړ چې اسرائيلي پوځ په همدې ورځ د سوريې په حمص ايالت کې د شعيرت نظامي هوايي ډګر په موخه اته توغندي وتوغول. دغه هوايي ډګر د سوريې د پوځونو يوه مهمه هوايي اډه ده. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |