د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د مارچ په ۳۱مه نېټه يوه تازه شمېره خپره کړه چې له مخې يې له چين پرته په ګرده نړۍ کې د ناول کورونا ويروس ۶۶۸۳۴۵ پېښې تشخيص شوې دي.
د روغتيا نړيوال سازمان د ورځني راپور له مخې، د منځنۍ اروپا په وخت د مارچ د ۳۱مې نېټې په لسو بجو له چين پرته د نړۍ په نورو هېوادونو او سيمو کې د ناول کورونا ويروس ۵۷۵۱۲ پېښې تازه تشخيص شوي او عمومي شمېر يې ۶۶۸۳۴۵ ته رسېدلی دی. له دې جملې څخه ۳۳۰۹۱ تنه مړه شوي او دغه رقم د تېرې ورځې په نسبت ۳۲۹۷ زيات دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |