د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پولنډ د بهرنيو چارو وزير جاکيک زاپوتويچ د مارچ په ۳۱مه نېټه د ناول کوروس ويروس پر ضد د مبارزې لپاره د چين له مرستې څخه مننه وکړه او غوښتنه يې وکړه چې بېلا بېل هېوادونه بايد د دې ويرس سره په مقابله کې ګډ کوښښونه وکړي.
پولنډ ته د چين لخوا برابر شوي طبي توکي چې پکې لس زره کيټونه او شل زره ماسکونه شامل دي، د همدې ورځې په سهار د دې هېواد پلازمينې ورشو ته ورسېدل . په عين وخت کې له چين څخه د پولنډ حکومت اخيستل شوي طبي مواد هم ورسېدل.
د پولنډ د روغتيا وزارت د مارچ په ۳۱مه نېټه وويل، د همدې ورځې تر شپې پورې په دې هېواد د ناول کورونا ويروس ۲۳۱۱ پېښې تشخيص شوي چې ۳۳ تنه يې مړه شوي دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |