په اروپايي ټولنه کې د چين سوداګريزې ټولنې د ۲۰۲۰ کال په مارچ مياشت کې د اروپايي ټولنې د سوداګريز چاپېريال سروې ترسره کړه او نتيجه يې ښيي چې له شپېته سلنې زياتې چيني تصدۍ دا نظر لري چې په اروپا کې د ناول کورونا ويروس خپرېدا د دوی پر سوداګرۍ منفي اغېزې کوي.
يادې سوداګريزې ټولنې د مارچ په ۳۱مه نېټه د يادې سروې نتيجه خپره کړه او اړوند وړانديزونه يې وکړل. نتيجه ښيي چې په سلو کې ۶۳.۹۸ تصدۍ فکر لري چې ناول کورونا ويروس به د دغو تصديو پر سوداګريزو فعاليتونو منفي اغېزې وکړي، د دوه په درېيمه برخې چيني تصديو په اند، د اروپايي ټولنې د نوي مشرتابه او د تګلارو اغېزه يې څرګنده نه ده، له نيمې برخې زياتې چيني تصدۍ فکر کوي چې په اروپا کې يې سوداګري له ډېرو ستونزو سره مخ ده او لا ښه سوداګريز چاپېريال بايد ورته برابر شي. که څه هم په اروپا کې د چيني تصديو پر وړاندې ننګونې ډېرې دي، خو نږدې شېته سلنه يې غواړي پانګونې زياتې کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |