شي جين پينګ په هانګ جو ښار کې د لندې سيمې او د دې ښار له اداري حالاتو څخه ليدنې وکړې
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د مارچ په ۳۱مه نېټه هم له جه جيانګ ولايت څخه خپلې ليدنې ته دوام ورکړ. هغه په همدې ورځ په وار سره د هانګ جو ښار د شي شي په نوم د لندې سيمې له دولتي پارک او د دې ښار د ادارې له لارښوونکي مرکز څخه ليدنې وکړې.
شي جين پينګ د شي شي په نوم د لندې سيمې د ساتنې او استعمال حالات او هانګ جو ښار کې د ځيرکې تکنالوژۍ په مټ د ښار ادارې چارو د پرمخبيولو روان حالات له نږدې وکتل. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |