CRI Online

چين کې له ناول کورونا ويروس سره مقابله کې مهم مرحله ييز برياليتوبونه تر لاسه شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-01 13:16:17
چين کې له ناول کورونا ويروس سره مقابله کې مهم مرحله ييز برياليتوبونه تر لاسه شوي دي

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د مارچ په ۳۱مه نېټه په وو هان ښار کې يوه خبري ناسته جوړه کړه. په دې خبري ناسته کې له ناول کورونا ويروس سره د مقابلې په اړه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د لارښوونکي ګروپ غړي او د چين د روغتيا کمېټې مشر ما شياو وې وويل، اوس په چين کې د ناول کورونا ويروس خپرېدا چې سنګر يې وو هان ښار و، په بنسټيزه توګه کنټرول او مخنيوی شوی او د دې ويروس سره په مقابله کې مهم مرحله ييز برياليتوبونه تر لاسه شوي دي.

ښاغلي ما شياو وې وويل، په وو هان ښار کې په دې ويروس د اخته ناروغانو د بيا روغېدو انډول ۹۲ سلنې ته رسېدلی. د مارچ تر ۳۰مې نېټې پورې په وو هان ښار کې د سختو ناروغانو شمېر له ۹۰۰۰ څخه ۴۹۳ ته کم شوی دی. هغه زياته کړه چې اوس په بهرنيو هېوادونو کې دغه ويروس ګړندی خپرېږي او زموږ عمده کارونه چين ته له بهر څخه د دې ويروس د بيا خپرېدو مخنيوی دی.

د چين د روغتيا کمېټې د ساري ناروغۍ د کنټرول ادارې مشر چانګ جي له وويل، د اپريل له لومړۍ نېټې څخه به د هغو ناروغانو حالات چې په دې ويروس اخته شوي خو هېڅ نشې نښانې نه لري، په ورځني راپور کې شامل شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای