CRI Online

چين په نورو هېوادونو کې د چيني زده کوونکو خونديتوب ته ډېره پاملرنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-01 13:25:47
چين په نورو هېوادونو کې د چيني زده کوونکو خونديتوب ته ډېره پاملرنه کوي

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د مارچ په ۳۱مه نېټه په يوه خبري ناسته کې په نورو هېوادونو کې د چيني زده کوونکو د حالاتو په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

هغه پر دې ټينګار وکړ چې په نورو هېوادونو کې ټول چيني زده کوونکی د هېواد اولادونه دي او د هېواد جوړونې په اړه راتلونکی ځواک دی. د چين حکومت دې ته پاملرنه کړې چې اوس په ګرده نړۍ کې د ناول کورونا ويروس د خپرېدو له امله په يو شمېر هېوادونو کې چيني زده کوونکي له ډېرو ستونزو سره مخ دي او غواړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. د چين د ملکي هوايي چارو ادارې مسئول څو ورځې مخکې ويلي چې په هغو بهرنېو ښارونو کې چې ډېر چيني زده کوونکي موجود دي او د ياد ويروس د کنټرول توان لري، له حالاتو سره سم به د دغو چيني زده کوونکو د راليږدولو لپاره د ځانګړو الوتکو نور پروازونه ترتيب شي.

نوموړي وياند وويل، د مارچ په ۳۰مه نېټه د پرواز د تنظيم له امله څه باندې ۲۰۰ تنه چيني زده کوونکي په اتوپيا کې پاتې شول. د چين د اړوندو ارګانونو په ګډو کوښښونو سره په اتوپيا کې ټول پاتی شوي چيني زده کوونکي د الوتکو له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای