CRI Online

افغان حکومت د داعش د خراسان څانګې مشر نيولی

cri     (GMT+08:00) 2020-04-06 09:38:07
افغان حکومت د داعش د خراسان څانګې مشر نيولی

د افغانستان د ملي امنيت رياست د اپريل په ۴مه نېټه وويل، د داعش د خراسان څانګې مشر عبدالله اورکزی او نور ۱۹ تنه غړي ونيول شول.

عبدالله اورکزي په اسلم فاروقي هم مشهور و او د ۲۰۱۹ کال په اپريل مياشت کې د خراسان څانګې مشر وټاکل شو. د افغانستان د ملي امنيت رياست په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل د اورکزي د نيولو جزييات به په راتلونکو څو ورځو کې خپاره شي.

خراسان څانګې تر اوسه دغې پېښې په اړه څه نه دي ويلي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای