CRI Online

چين د کوویډـ۱۹ ويروس د مخنيوي او وقايې لپاره څه کړي؟

cri     (GMT+08:00) 2020-04-06 13:31:11

ټولو ته مالومه ده، چې چين د کووېډ - ۱۹ ويروس د وقايې او کنټرول په برخه کې نه يوازې د خپل ځان، بلکې د نړيوالې ټولنې لپاره هم اغېزناکې چارې ترسره کړې دي.

کووېډ - ۱۹ ويروساوس پر ګردې نړۍ لمن غوړولې ده. د روغتيا نړيوال سازمان((WHO د اپريل په څلورمه نېټه یوه شمېره خپره کړه، چې له مخې يې په ګرده نړۍ کې پر ياد ويروس د اخته کسانو شمېر له يو مليون يو لک څخه اوښتی دی.

د مالوماتو له مخې په همدې ورځ په امريکې کې پر دغه ويروس د اخته کسانو شمېر تر نورو هيوادونو زيات ښودل شوی او شمېر يې له ۲ لکو او اوو زرو نه پورته دی او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د ياد ويروس له امله څه باندې ۱۱۰۰ کسان مړه شوي دي.

د امريکا ځيني سياستوال هر وخت پر چين پسې لګيدلي وي، خو په دغه شان بېړنيو حالاتو کې هم د امريکا ځيني بې ابه سياستوال د چين پر بدنامولو بوخت دي.

د امريکا مرسيتال ولسمشر مايک پينس او د دې هيواد د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په تېرو څو ورځو کې په بېلا بېلو مواردو کې پر چين تورونه لګولي او ويلي يې دي، چې چين د دغه ويروس په اړه دروغ ويلي او اړوند مالومات يې پټ کړي دي. خو په حقيقت کې د دوی دغه څرګندونې له واقعيت سره بيخي سمون نه لري، ځکه د نړۍ ډېر هيوادونه د کوويډـ۱۹ ويروس پر وړاندې روانه مبارزه کې د چين هر اړخيزې چارې ستايلي او د روغتيا نړيوال سازمان هم د چين د کارونو ستاینه کړې ده

د دغه سازمان د بېړنيو روغتيايي پروژو مسئول مايکل ريان د اپريل په لومړۍ نېټه په يوه خبري ناسته کې پر چين ټول لګيدلي تورونه او نيوکې رد کړې او و يې ويل، چې په نورو هېوادونو او سيمو کې د ويروس د خپرېدو حالات د اړوندو مالوماتو د ناشفافيت نتيجه نه ده.

په چين کې د دغه سازمان استازي ګاوډن ګاليا خبر ورکړی، چې چين پر وخت له دې سازمان سره اړوند معلومات شريک کړي دي.

د روغتيا نړيوال سازمان د تېر کال د دسمبر په ۳۱مه نېټه د چين په ووهان ښار کې د ياد ويروس د رامنځته کېدو په اړه نارسمي خبر تر لاسه کړ او د دې سازمان اړوندو ارګانونو د جنورۍ په لومړۍ نېټې د يوې تليفوني غونډې په جوړولو سره کاري ګروپ جوړ کړ.

چين د جنورۍ په ۳مه نېټه د روغتيا نړيوال سازمان ته يو رسمي راپور وړاندې کړ او د همدې مياشتې په ۲۰مه او ۲۱مه نېټه د دغه سازمان اړوندو استازو له ووهان ښار څخه ليدنه وکړه او رښتينی حالات يې له نږدې وکتل.

څرنګه چې چين پر وخت د روغتيا له نړيوال سازمان سره د دې ويروس په اړه مالومات شريک کړي او دغه سازمان د ويروس د خپرېدو تحليل او پلټنه وکړه او ګردې نړۍ ته يې د ويروس د خپرېدو خبرداری ورکړ او حتی د خطر زنګ یې ورته وګړنګاوه.

پوښتنه دا ده، چې چين پر وخت د دغه ویروس په اړه اړوند مالومات د روغتيا نړيوال سازمان او نړۍ سره شريک کړي، خو د امريکا حکومت د خپلو خلکو لپاره څه کړي؟

امريکايي ډاکټرې هيلين چو د روان کال په پیل کې د دې هېواد په دننه کې د ياد ويروس د خپرېدو خبرداری ورکړ او په فېبرورۍ مياشت کې يې د پلټنې نتيجې اړوندو ارګانونو ته وړاندې کړې، خو هيچا پرې خپل غوږ ونه ګراوه؟

د امريکا د ناروغيو کنټرول مرکز د مارچ له ۲مې نېټې څخه د دغه ويروس د تشخيص او د مړينې شمېر له خپرولو ډډه کړې، ولې؟

ښاغلی مايک پنس او مايک پومپيو يادو پوښتنو ته ځوابونه ورکولی شي؟ نه، دوی نه شي کولی. له دې څخه څرګندېږي چې کومه خوا دروغ وايي او پر رښتياوو سترګې پټوي.

د لنسيټ په نوم د طبي چارو په اړه د مشهورې مجلې عمومي اډيټر ريچارډ هورتون Richard Horton د تېر مارچ په ۲۶مه نېټه له بي بي سي سره په خبرو کې دې ته اشاره وکړه، چې چين د کوويډـ۱۹ ويروس په اړه ګردې نړۍ ته پر وخت او څرګند مالومات ورکړي دي.

د تېرې جنورۍ په وروستۍ اوونۍ کې ټولو ته مالومه شوه، چې کووېډ - ۱۹ ويروس د خپرېدو په حال کې دی، خو د بريتانيا حکومت دغو ارزښتناکو مالوماتو ته په سپکه وکتل او د دې ويروس د وقايې او مخنيوي ګټور فرصت يې له لاسه ورکړ.

په امريکا کې داسې رسنۍ او کسان شته، چې په حقيقتونو سترګې نه پټوي او ډېرو يې پر ټولنيزو رسنيو وويل، چې څوک د پمپيو دروغ نه ردوي، خو حقیقت دا دی، چې د امريکا حکومت پر وخت اغېزمن تدبيرونه نه دي نيولي او غواړي خپله پړه پر نورو واچوي.

واشنګټن پوسټ يوه تبصره خپره کړې او پکې ليکل شوي، چې د کوويډـ۱۹ ويروس پر ضد د پمپيو کړنې به هغه د امريکا په تاريخ کې ډېر بد ياد کړي.

دغه وينا د خلکو رښتيني نظرونه دي، خو اوس تر ټولو مهمه دا ده، چې په امريکا کې د ياد ويروس د خپرېدو حالات ډېر سخت او بېړني دي، د دې هېواد سياستوال بايد تر څه لومړی د خلکو ژوند او خونديتوب ته لومړیتوب ورکړي او پر نورو دې بې ځایه نيوکې او تورونه نه لګوي.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای