CRI Online

چين د ۱۱ الوتکو په لېږلو سره له بهر نه ۱۸۲۷ تنه چيني اتباع بېرته لېږدولي دي.

cri     (GMT+08:00) 2020-04-07 13:40:57

د چين د دولتي شورا د ويروس د ګډ مخنيوي او کنټرول ميکانيزم يوه خبري ناسته د اپريل په ۶مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه چې پکې له بهر نه هېواد ته د ويروس د خپرېدو د مخنيوي په اړه وروستي معلومات بيان شوي دي. يو اړوند مسؤل څرګنده کړه چې چين به د قانون له مخې خپل هېواد ته د ننوتونکو چارو جدي اداره تر سره کړي. برسېره پر دې، د چين د ملکي الوتنو اړوندو څانګو د ۱۱ الوتکو په لېږلو سره له بهر نه ۱۸۲۷ تنه چيني اتباع هېواد ته رالېږدولي.

په دې وروستيو کې په بهر کې زيات چيني اتباع خپل هېواد ته د بېرته راتګ لېوالتيا لري، خو د ټکټونو اخيستل ډېر ستونزمن دي. د چين د ملکي الوتنو عمومي ادارې د الوتنو معيارونو څانګې مرستيال هان ګوانګ ځو په دې اړه د ۶مې نېټې په ياده خبري ناسته کې څرګنده کړه چې د چين د ملکي الوتنو عمومي ادارې د هغو بهرنيو ښارونو په مقابل کې چې هلته خپل هېواد ته د بېرته راتګ غوښتونکو چيني اتباعو شمېر ډېر دی او د الوتکو د کښته کېدو پوره وړتيا او شرايط لري، د هوايي ترانسپورټ د ضمانت مهم ميکانيزم فعال کړ او د خپلو اتباعو د بېرته ستنولو لپاره يې دغو ښارونو ته ځانګړې الوتکې لېږلې دي. هغه وويل:

( لومړی اواز)

چين د مارچ له ۴مې نېټې نه د اپريل تر ۳مې نېټې پورې د ۱۱ ځانګړو الوتکو په لېږلو سره له ايران، ايتاليا او برېتانيا څخه ۱۸۲۷ تنه چيني اتباع بېرته لېږدولي دي چې ايران ته يې ۶ الوتکې لېږلې او ۹۷۶ تنه چيني اتباع يې ور څخه لېږدولي، ايتاليا ته يې ۴ الوتکې لېږلې او ۶۷۰ تنه چيني اتباع يې ور څخه لېږدولي، برېتانيا ته يې ۱ الوتکه لېږلې او ۱۸۱ تنه چيني اتباع يې ور څخه لېږدولي دي. زياتره بېرته لېږدول شوي چيني اتباع زده کوونکي دي.

د چين د مهاجرينو عمومي ادارې د سرحدي پلټنې څانګې مشر ليو های تاو دې ته اشاره وکړه چې اوس مهال په چين کې د ويروس پر ضد د مبارزې حالت په دوامداره توګه ښه والی مومي، خو ويروس په پر له پسې توګه له بهر نه چين ته خپرېږي. تر اوسه پورې څه دپاسه ۹۵۰ ناروغان له بهر نه چين ته تر ننوتلو وروسته ثبت شوي دي. له بهر نه چين ته د ويروس د خپرېدو مخنیوی اوس يوه ستره ستونزه او مسئله ګرځېدلې ده. هغه دا هم وويل چې چين به د لا زياتو جدي تدبيرونو په نيولو سره چين ته د ننوتونکو او تلونکو چارو اغېزمنه اداره تر سره کړي.

( دوهم اواز)

لومړی دا چې د درېيم هېواد اتباع د سرحدي بندرونو له لارې چين ته ننوتل منع دي، چين ته د بهرنيانو د ننوتلو زياتره سندونه او ويزې لغوه کېږي، د ځمکنيو بندرونو له لارې د مسافرينو تګ راتګ او د سيلانۍ او له ملګرو سره د کتنې په شمول چين ته د بهرنيانو ننوتل بندېږي. هغه سرحدي بندرونه چې پخوا بند شوي، په دوامداره توګه به خپلې دروازې تړلې وساتي. د هېواد د سترې برخې اوسېدونکي چې غواړي بهر ته ولاړ شي، پرې بايد د وروستي ننوتونکي ريکارډ پلټنه وشي. پر ننوتلو کسانو او ترانسپورټي وسيلو به لا جدي قرنطين او پلټنه وشي او چين ته د تبه لرونکو بهرنيانو د ننوتلو مخنيوی به وشي.

برسېره پر دې، د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د طبي قرنطين څانګې سونګ يو چيان په ياده خبري ناسته کې وويل چې اوس مهال چين ته زياتره ننوتونکي کسان د ګمرکاتو د اړوندو قواعدو مراعات کوي، خو لږ شمېر يې د روغتيايي فورم د ډکولو په وخت کې د بدني حالت په اړه دروغ ويلي دي. هغه څرګنده کړه:

(درېيم اواز)

په دې وروستيو کې ګمرکاتو ۶ دوسيې کشف کړې دي. د بېلګې په توګه ځينو کسانو چين ته د ننوتلو په مخکنيو ۱۴ ورځو کې ساري ناروغي سخت ځپلو هېوادونو يا سيمو ته سفرونه کړي، خو په چيني ګمرکاتو کې يې دروغ ويلي. ځينو کسانو چين ته د تګ په الوتکو کې د يخ وهنې درملو استفاده کړې، خو په چيني ګمرکاتو کې يې د اړوند حالت په اړه څه نه دي ويلي.

هغه زياته کړه چې چيني ګمرکات به په راتلونکې کې لا نور زيات جدي او اغېزمن تدبيرونه ونيسي. د مثال په توګه جريمه شوي خوړونکي کسان به د چيني ګمرکاتو په تور لېست کې شامل شي چې د دوی پر بارونو او بکسونو به سل په سلو کې انساني پلټنې وشي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای