CRI Online

د بريتانيا لومړي وزير بوريس جونسن ICU ته ليږدول شوی

cri     (GMT+08:00) 2020-04-07 16:47:51

د بريتانيا لومړي وزير بوريس جونسن ICU ته ليږدول شوی

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا لومړی وزير بوريس جونسن د اپريل د شپږمې نېټې په شپه د ناروغۍ سختېدو له امله د روغتون ICU برخې ته ليږدول شوی دی. د لومړي وزير وياند وويل اوس د جونسن حالت ښه دی، ICU ته هغه ليږدول د ناروغۍ د بيا سختېدو د مخنيوي لپاره يو تدبير دی. د بوريس جونسن په ځای به د بهرنيو چارو وزير دومينيک راب اړوند کارونه ترسره کوي.

د بريتانيا د روغتيا وزارت د اپريل په ۶مه نېټه يوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې په دې هېواد په ناول کورونا ويروس د اخته شويو کسانو شمېر ۵۱۶۰۸ ته رسېدلی او د تېرې ورځې په نسبت ۳۸۰۲ زيات شوي، د دې ويروس له امله ۵۳۷۳ تنه مړه شوي دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای